د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر هشام انعام الله: د پولیو په څاڅکو کې هیڅ ستونزه نشته


د پولیو کمپاین پخوانی عکس
د پولیو کمپاین پخوانی عکس

د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر ډاکټر هشام انعام الله وايي ، د پېښور په ماشوخېلو کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکو پرضد بې بنیاده افواه خپرې شوې ده.

ډاکټر هشام انعام الله دا خبره د اپرېل پر ۲۲مه په پېښوې کې خبري غوندې ته په وینا کې وکړه.

ده وویل ، له جوماتونو اعلانونه شوي وو چې خپل ماشومان روغتونونو ته ورسوی او له هم دې کبله په خلکو کې وېره خپره شوې وه خو رښتیا خبره دا ده چې داسې هیڅ مسله نه وه.

ډاکټر هشام انعام الله وویل ، “ تاسو دې ته پام وګړی چې له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ ماشومان سکولونو ته راوړل شوي وو خو د یوه ماشوم حالت هم د اندېښنې وړ نه وو”.

ډاکټر هشام انعام الله پر رسمي او ټولنیزو رسنیو راپورته شوي شور په اړه وویل چې دا یو سازش وو او دې ته سیاسي رنګ ورکړل شوی.

نوموړي وویلچې دا افواه د ماشوخېلو له یو سکول څخه خپره شوې وه او باید چې عدالت او پولیس په دې اړه پلتنې وکړي.

د ده په وینا د دې سکول مشرانو تر دې وړاندې هم ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکو له له ورکولو انکار کړی وو.

د ماشوخېلو یو شمېر اوسېدونکو هم مشال راډیو ته وویل چې دا خبره له دارالقلم نومي سکول څخه خپره شوې وه.

ځايي خلکو پر یو روغتون برید وکړ
ځايي خلکو پر یو روغتون برید وکړ

​د عطاالله په نامه یو کس وویل ، “موږ ته نه ده مالومه چې دا ماشومان له پولیسو څاڅکو ناروغه شوي که له بل څه خو بس خلک په غصه شوي وو او د صحت پر یو ځايي مرکز او روغتون یې برید وکړ”.

ډاکټر هشام انعام الله هم د خبري غونډې پر مهال وویل چې په ماشوخېل کې د صحت یو بنیادي مرکز سوځول شوی دی.

ده وویل چې د دې حساب باید له هغو کسانو سره وشي چې دا بې بنیاده خبر یې خپور کړی وو.

د پېښور مرستیال کمشنر شهباز خټک د اپرېل پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل ، “ د پېښور په ۳۴۰۰ سکولونو کې د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي خو له ماشوخېلو پرته له بل ځایه هیڅ شکایت نه دی راغلی.”

د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر ډاکټر هشام انعام الله چې کله خبري غونډه کوله نو هغه مهال ورسره د صحت محکمې نور لوړ پوړي چارواکي هم موجود وو.

دوي نه یوازې په پولیو ضد څاڅکو کې د تاواني موادو د موجودګۍ خبره رد کړه بلکه په خپله یې د خلکو او مطبوعاتو په وړاندې هغه څاڅکي وڅښل.

د یادونې وړ ده چې د پولیو رنځ نور له ټولې نړۍ ختم شوی دی خو د پاکستان او افغانستان په ګډون په دېر لږ هیوادونو کې لا پاتې ده.

XS
SM
MD
LG