د لاسرسي ځای

تازه خبر

مزاحیه اداکار د اوکراين ولسمشريزې ټاکنې ګټلې


د اوکراين ولسمشر پېترو پوروشېنکو د ولسمشريزو ټاکنو په دویم پړاو کې ماته منلې او ولادمير زېلېنسکي ته یې په بریا مبارکي ورکړې ده.

په دې هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ نتیجې ښيي چې ټېلېوېژني اداکار او ټوکمار ولادمير زېلېنسکي څه باندې ۷۳ فیصده او پوروشېنکو تر ۲۵ فیصده زياتې رایې تر لاسه کړې دي.

پوروشېنکو د اپريل پر ۲۱ مه نېټه د رایو بهیر سر ته تر رسېدو ورسته وويل چې سیاست نه پرېږدي.

د اوکراين د ولسمشرۍ انتخاباتو ګټونکي ولادمير زېلېنسکي تر بریا وروسته وویل چې د ولسمشر پېترو پوروشېنکو مننه کوي چې ورته یې مبارکي ويلې او د ملاتړ ډاډ يې ورکړی دی.

اوکراين له خراب اقتصادي وضعيت سره مخامخ دی او بل لور ته د هېواد په ختیځ کې له روسیې سره اوږدې لانجې لري.

زېلېنسکي چې مشهوره ټېلېوېژني څهره او ټوکمار دی، له خلکو سره يوشمېر ژمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG