د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي چارواکي وايي پر تاڼه یې برید ناکامه کړی


سعودي چارواکي وايي، پر یوه تاڼه یې وسله وال برید ناکامه کړی.

د سعودي عرب دولتي ټېلېوېژن العربیه د سرچینو په حواله ویلي دي چې د اپرېل پر ۲۱مه څلور وسله والو په ریاض ولایت کې پر تاڼه برید وکړ خو سرتېرو څلور واړه ووژل.

ټېلېوېژن وايي، دا پېښه د ولایت په یوه وړوکي ښار زلفي کې شوې او زیاتوي چې بریدګر په وړو او لویو وسلو سمبال ول.
وسله وال وخت په وخت په سعودي کې امنیتي تنصیبات په نښه کوي.

ریاض یوه لسیزه وړاندې القاعده ډله وځپله.

د تازه پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG