د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې د اییني اصلاحاتو لپاره رایه اچونه پېل شوې


د مصر بیرق
د مصر بیرق

د اپرېل پر۲۰مه په مصر کې د هغو اییني اصلاحاتو لپاره د درې ورځنی ټولپوښتنې په ترڅ کې رایه اچونه پېل شوې چې له مخې یې ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته تر ۲۰۳۰ م کاله پورې د واک ورکولو اجازه ورکړل شي.

د وړاندېز شوو اییني بدلونونو له مخې به د السیسي د واک موجوده موده له څلورو کلونو تر شپږو کلونو پورې زیاته کړل شي او هغه ته د یو بل ځل لپاره هم د واک ورکولو اجازه ورکړل شي.

ناقدین وایي، د اییني ترامیمو له لارې به په سیاست کې د پوځ رول زیات کړل شي او ولسمشر ته به پر عدلیې د نور واک لرلو اجازه ورکړل شي.

د مصر پارلېمان چې پکې د ولسمشر السیسي زیات پلویان موجود دي، د اپرېل پر ۱۶مه یې د اصلاحاتو په حق کې رایې ورکړې.

د بشري حقونو فعالانو پر دې اییني بدلونونو تنقیدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG