د کوسوو چارواکي وايي، ۱۱۰ وګړي یې له شام څخه خپل هېواد ته بیرته راغلي چې پکې د داعش ډلې څلور مشکوکه وسله وال هم شامل دي.
د کوسوو پولیسو مشر راشیت کلاج نن یوې خبري غونډي ته وویل، په ستنو شوو کسانو کې ۳۲ ښځې او ۷۴ ماشومان دي.
د نوموړي په خبره، په دې کې څلور ماشومان بیا داسې دي چې د شام په جګړه کې یې میندي او پلرونه وژل شوې دي.
کلاج وايي، اوس هم په شام کې د کوسوو ۴۹ ښځې، اته ماشومان او ۳۰ جنګیالي پاتې دي.
د کوسوو د انصاف وزیر ابیلراد طاهري ویلي، چارواکو د تېرو څو میاشتو راهیسي د دې ۱۱۰ کسانو د بیرته راتللو په اړه هڅې کولې.
نوموړي زیاته کړه، دا کار د امریکا د نیږدې همکاری له امله شوی دی.