ټولنیزې شبکې انسټاګرام د ایران د پاسداران انقلاب ځواک د یوشمېر کماندانانو اکاونټونه تړلي.
د انسټاګرام په وینا دا پریکړه يې په ایران کې له امریکايي بندیزونو سره سمه کړې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپریل پر اتمه د ایران د پاسداران انقلاب ځواک یو بهرنې ترهګر سازمان وګرځاوه.
په ایران کې ټولنیزې شبکې فیسبوک، ټویټر، ټیلي ګرام میسینجر په رسمي توګه د بندیزونو د لاندې دې او انسټاګرام یوازینې ټولنیزه پاڼه وه چې د ایران خلکو کاروله.