د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرتګال کې د بس له لوېدو ۲۸ تنه وژل شوي


په پرتګال کې د یوه مسافر وړونکي بس
په پرتګال کې د یوه مسافر وړونکي بس

په پرتګال کې چارواکي وايي، په ماديرا سيمه کې د سېلګرۍ يو بس په چپه کېدو کې ۲۸ کسان مړه شوي دي.

د دې سيمې ښاروال، فيليپ سوزا ويلي چې د اپرېل په ۱۷مه په دې پېښه کې ډېری وژل شوي کسان، د جرمني سېلانیان وو.

هغه زیاتوي چې په دې بس کې ۵۵ کسان سپاره ول چې په يوه غرنۍ لاره وښويېد او ولوېدلو.

چارواکي وایې د پېښې د علت په اړه تحقیقات کوي.

مادیرا د اروپایې وګړو د رخصتيوو لپاره یو مشهور تفریحي ځای دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG