د فرانسې ولسمشر ژمنه کړې چې نوتردام کلیسا به په پنځو کلونو کې بیا ورغوي.
امانویل مکرون د اپرېل پر ۱۶مه شپه یوه ټلویزیوني وینا وکړه: "زه نن په ټول قوت تاسو ته وایم چې موږ معماره خلک یو. ډېر شیان بیا رغونې ته لرو نو ځکه به موږ نوتردام کلیسا تر پخوا ښه ورغوو. زه غواړم دا کار په پنځو کلونو کې وشي."
د نوتردام کلیسا د اپرېل پر ۱۵مه ناوخته اور واخیست.
اور چې ۱۵ ساعته یې دوام وکړ د نوتردام د کلیسا د چت او منار په شمول زیاتې برخې وسوځولې.
شرکتونو او سوداګرو د دې اته نیم سوه کلنې لرغونې ودانۍ د بیارغونې لپاره تر اوسه د ۹۰۰ او ۱۳ لسو میلیونو ډالرو ژمنه کړې ده.