د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې یوه بله ښځه د ناموسي وژنې ښکار شوه


کمېشن وايي د ښځو د وژنې۵۱ پېښې یې هم ثبت کړې دي.
کمېشن وايي د ښځو د وژنې۵۱ پېښې یې هم ثبت کړې دي.

د سوات د مینګورې بڼ تاڼې پولیس مشر طارق خان د اپریل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د پلټنو وروسته ورته مالومه شوې چې د چارسدې دغه ښځه خپلو وروڼو وژلې ده.

په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکي تنظیم شرکت ګاه په پېښه خپګان څرګند کړی دی.

د تنظیم مشرې نیلم رحیم د اپریل پر۱۶مه مشال راډیو ته وویل په سوات ناموسي وژنې کېږي چې بیا وروسته ورته ځان وژنې نوم ورکول کېږي.

نوموړې وویل، په داسې کیسونو کې ځینې تورن کسان نیول کېږي خو سزا ورته نه ورکول کېږي چې له امله یې ناموسي وژنې زیاتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG