د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: سېلاوونو ۱۳۴ تنه وژلي او نېږدې ۹۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي


په افغانستان کې سېلاوونه.
په افغانستان کې سېلاوونه.

د افغانستان طبعي پېښو سمبالولو وزارت ویاند محمد قاسم حیدري د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې بارانونو او سېلاوونو ۱۳۴ تنه وژلي دي.

هغه وویل،۶۱ کسان ژوبل او ۳۸ نور ورک دي. همدا راز نهه زره کورنو ته زیان اوښتی دی چې پکې تر څلور نیمو زرو زیات په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ولسمشر اشرف غني بېګا اړونده چارواکو ته امر کړی چې له سېلاب ځپلو سره مرستې پېل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG