د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې پر یوه کور په چاپه کې څلور مشکوکه 'وسله وال' وژل شوي


پېښور کې پر یوه کور په چاپه کې څلور مشکوکه 'وسله وال' وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

د پېښور په حيات اباد کې د مشکوکو وسلوالو پرضد کاروايي نن سېشنبه لږ شېبه مخکې سرته رسېدلې ده چې پکې د چارواکیو په وینا څلور مشکوکه وسلوال او يو پوليس واله وژل شوي دي. په سيمه کې موجود د مشال رېډيو خبريال د چارواکیو له خولې وايي چې په پېښه کې يوه ښځه او ماشومه هم ژوبل شوي دي. د وسلوالو پرضد د پوليسو او کمانډو ځواکونو کاروايي بېګا ماښام اووه بجې تر هغه ورسوته پیل شوه، کله چې پوليسو د خفيه اطلاعاتو پر اساس پر يوه کور چاپه وهله او هلته موجودو وسله والو ډزې ورباندې وکړې. تر اوسه هېڅ نه دي ویل شوي دا مشکوک وسلوال څوک ول او له کومې ډلې سره یې تړاو وو.

XS
SM
MD
LG