ایراني چارواکو پرون وویل په تیرو څو اوونیو کې سېلابونو په دغه هېواد کې په لسګونه کسان وژلي او دوو اعشاریه دوه اربو ډالرو زیان یې اړولی دی.
د چارواکو په وینا د هېواد په خوزیستان صوبه کې پنځه او ایلام صوبه کې د یو تن په مړ کېدو د سېلابونو لوجې د مړو شمېر ۷۶ ته ورسیده. دا سېلابونه د مارچ له ۱۹ مې راهیسې شروع شوي دي.
یادې دواړه صوبې چې په عامه توګه شاړې دي، سېلابونو ډېرې متاثره کړې او په لکونو خلک یې له کلیو او ښارونو په وتلو مجبوره کړي دي. په دې کې ودانیو، سړکونو او کرهڼې ته ډېر زیات تاوان رسېدلی دی.
د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ارنا وايي د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي پارلېمان ته ویلي دغو سېلابونو د هېواد په ۳۱ صوبو کې ۲۵ متاثره کړي چې پکې په ټول هېواد کې له ۴۴۰۰ زیات کلي ځپل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د اندازو ترمخه د سېلابونو له وجې له دوه اعشاریه دوو څخه تر دوه اعشاریه شپږو اربه ډالرو تاوان اوښتی دی.