د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د وراباڼو وژونکي خودکشي کړې


ارشیف، د خوست په روغتون کې یو ټپي , May 6, 2018.
ارشیف، د خوست په روغتون کې یو ټپي , May 6, 2018.

نن د دوشنبې په ورځ د خوست امنیتي چارواکو وویل، هغه کس چې تېره شپه يې په تڼیو کې یې پر وراباڼو برید کړی وو، نن ماسپښین يې خپلځان وواژه.

د خوست د امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر مسوول مشال راډیو ته وویل، چې بریدګر د خوست مرکز اړوند د پنزايي په کلي کې خپل کور ته راغلی وو، چې پولیسو له خبر سره سم د هغه کور محاصره کړ، خو تورن کس پولیسو ته د ځان سپارلو پرځای خودکشي وکړه.

د سرچینې د مالوماتو له مخې نوموړي کس په خپل کلاشینکوف ځان وژلی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې نوموړي کس تېره شپه د تڼیو په دره ګي کلي کې د نشې په حال کې د واده پر وراباڼو برید کړی وو، چې درې کسان يې وژلي او ۱۳ کسان يې ټپیان کړي ول. او له برید پس تښتېدلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG