په لغمان ولایت کې په یکشنبه ماښام د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۷ ماشومان وژل شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې د لغمان مرکز اړوند د بسرام په سيمه کې د هاوان مرمۍ پر ماشومانو چاودلې ده.
هغه وویل، اووه ماشومان یې وژلي او ۱۰ نور کسان ټپيان کړي دي.
د پېښې ټپيان د لغمان مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.