د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوالې ادارې طرابلس کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ


د طرابلس ښار یوه څنډه
د طرابلس ښار یوه څنډه

پراګ ـ د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او) وايي د لیبیا د سرښار طرابلس د کنټرول لپاره د مخالفو ډلو ترمنځ جګړه کې لږ تر لږه ۱۲۱ کسان وژل شوي دي.

یادې ادارې د اپریل پر ۱۴مه، وویل د یوې ملیشې ډلې لخوا چې ځان ته د لیبیا قامي پوځ وايي، د طرابلس ښار د نیولو لپاره، د اپریل له ۵ مې شروع شوو بریدونو کې ۵۶۱ کسان ژوبل شوي هم دي.

په لیبیا کې د روغتیا د نړیوال سازمان دفتر په خپل ټویټر پیغام کې ویلي، دوی طرابلس ته درمل او روغتیايي کارکوونکي استوي. نوموړې ادارې په دې جګړه کې، په روغتیايي کارکوونکو او د هغوي په ګاډو مسلسل بریدونه غندلي دي.

لیبیا د دوو مخالفو حکومتونو تر منځ په ختیځ او لویدیځ ویشل شوی او دواړو حکومتونو ته د ملیشه وو ملاتړ تر لاسه دی.

د لیبیا د قامي پوځ نومې ملیشه چې خلیفه حفتار یې مشري کوي، د طرابلس د حکومت پلوه ملیشې سره په جنګ اخته ده.

دغه حکومت ته د ملګرو ملتونو ملاتړ هم تر لاسه دی خو خلیفه حفتار نړیوالې خبردارۍ له پامه غورځولي او پر طرابلس یې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

ملګرو ملتونو دا اوونۍ ویلي چې د دې جګړې له وجې له ۸۰۰ زیات خلک بې کوره شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG