د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د ورا موټر سیلاب وړی، ۹ مړه او ژوبل


په پاکستان کې په تېرو کلونو کې هم سېلابونو زیانونه اړولي
په پاکستان کې په تېرو کلونو کې هم سېلابونو زیانونه اړولي

د جنوبي وزیرستان په زر مېلن سیمه کې د واده د ورا ( جنج ) یو ګاډی، سیلابي اوبو له ځانه سره لاهو کړی چې پکې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون نهه کسان مړه او ژوبل شوي دي. دا پېښه د اپریل په ۱۲مه مخې ته راغلې ده.

عیني شاهدان وايي، اوبه یو ناڅاپه زیاتې شوې او ګاډی یې په مخه کړ. چارواکي وايي، دوی جسدونه ویستلي او ځیني کسان ژوندي هم بچ کړل شوي دي.

په دې پېښه کې شپږ تنه وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.

د واڼه سب ډویژن مرستیال کمشنر امیر نواز خان مروت د دې پېښې پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د وزیرستان په ګډون په یو شمېر سیمو کې د پسرلي د بارانونو لړۍ پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG