د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوډان د پوځي شورا مشر استعفا وکړه


د سوډان د پوځي شورا مشر جنرال عوض بن عوف
د سوډان د پوځي شورا مشر جنرال عوض بن عوف

د سوډان د پوځي شورا مشر جنرال عوض ابن عوف د اپریل پر ۱۲مه له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ.

هغه یوه ورځ مخکې د سوډان له واکه لرې شوي ولسمشر عمر البشیر پر ځای کېناستلی وو.

جنرال عوض د اپریل پر ۱۲مه وویل چې بل جنرال عبدالفتاح ال برحان عبدالرحمن د پوځي شورا د مشر تابه لپاره معرفي کوي او غوره یې ګڼي.

له واکه لرې کړل شوي عمر البشیر ۳۰ کاله پر سوډان حکومت وکړ.

هغه تر ۱۶ ورځو پرله پسې ولسي مظاهرو وروسته له واکه لرې کېدو ته مجبور شو.

د سوډان واکمنې پوځي شورا ویلي وو چې یوه ملکي حکومت ته به واک وسپاري.

ملګرو ملتونو په سودان کې پر پوځي شورا غږ کړی چې د بحران په هواري کې خلک شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سودان په پلازمېنه خرطوم کې د جمهوري حکومت د جوړولو لپاره د خلکو احتجاج دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG