د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سږ کال زرګونه افغان ګډوال افغانستان ته ستانه شوي'


د کډوالو یو پخوانی عکس
د کډوالو یو پخوانی عکس

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې تر یو لک پنځه زره زیات افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اوسه له ایرانه ۱۰۰۳۴۷ او له پاکستانه ۵۵۸۲ کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

د سازمان د عامه اړیکو د څانګې مرستیال محمد حدیث پردیس مشال راډیو ته وویل چې په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو لوی لامل هلته اقتصادي ستونزې دي.

د افغان چارواکو په وینا اوس مهال تر پنځه میلیونه زیات افغان کډوال لا هم په بهر کې دي چې زیاتره یې په ایران او پاکستان کې مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG