د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې سره صلیب خپل فعالیت وځنډاوه


ارشیف، یو معلول د سره صلیب له موټر سره 10, 2017
ارشیف، یو معلول د سره صلیب له موټر سره 10, 2017

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د طالبانو تر ګواښ وروسته د اپرېل پر ۱۱مه په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.

د سره صلیب د رسنیو مسوول روبین واودا مشال راډیو ته وویل، دا ټولنه به تر هغه وخته بیا خپل فعالیت پیل نه کړي چې د کارکوونکو د امنیت مسله یې حل نه شي.

واودا زیاته کړه چې هڅه کوي دا ستونزه له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

طالبانو د اپریل پر ۱۱مه په افغانستان کې د سره صلیب او د روغتیا د نړیوال سازمان پر فعالیتونو بندیز اعلان کړ او د دې ادارو د کارکوونکو د امنیتي ضمانت له ژمنې ووتل.

طالبانو په دې اړه په یوه بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړې روان حالت ته په پام سره ځېنې مرستندویه ټولنې خپل فعالیت په سم ډول پرمخ نه بیايي.

بیان زیاتوي چې سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان پر خپلو هغو ژمنو عمل نه دی کړی چې له طالبانو سره یې د خپلو فعالیتونو په اړه کړې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG