د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوډان ولسمشر عمر البشیر ونیول شو


د سوډان ولسمشر عمر البشیر
د سوډان ولسمشر عمر البشیر

د سوډان دفاع وزیر وايي چې ولسمشر عمر البشیر یې ګرفتار کړی دی. د دغه هېواد پوځي شورا به تر ټولټاکنو وړاندې د دوو کلونو لپاره د جوړېدونکي لنډمهالي حکومت څارنه کوي. دا تر هغه وروسته ده چې د ولسمشر عمر البشير د ۳۰ کلنې واکمنۍ پرضد له شا و خوا څلورو مياشتو راهيسې مظاهرې روانې دي.

نن پر سرکاري ټي وي تر اعلان وروسته داسې ګنګوسې دي چې کېدای شي بشير واک پريږدي يا يې پوځ لیرې کوي.په سرښار خرتوم کې نن له پوځي مرکز سره په زرګونه کسان راټول شوي دي.

په سوډان کې لومړۍ مظاهرې د ګرانۍ او پېسو کمښت پرضد وې چې وروسته یې د عمر البشير د واکمنۍ ضد بڼه واخیستله. له پوځي مرکز سره جوخت نن د مظاهرچيانو لخوا د پرلت شپږمه ورځ ده. بشير په ډارفور سيمه کې د عامه وژنې د پلان جوړونې په تور د جرمونو نړيوالې محکمې ته هم مطلوب دی. خو هغه دغه تورنه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG