د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، په جنوبي اسیا کې د امن غوښتونکی دی.
نوموړي د اپریل پر ۱۰مه په اسلام اباد کې په يوه سيمينار کې وويل چې په سيمه کې د امنيت او شخړو حال ته ژمن دی.
هغه زياته کړه چې له هند سره د کشمير مسله د جنوبي اسیا د امن لپاره خطر دی چې په بيړنۍ توګه حل ته ضرورت لري.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اپریل پر نهمه له ځينو بهرنيوو خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې سختدريځي ډلې به فعاليت ته نه پرېږدي او پاکستان بايد لا له پخوا څخه د دې ډلو خلاف کوټلي ګامونه اخیستی وای.
په همدې حال کې د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله يو وياند فرېدون خوځون وايي، د پاکستان وزيراعظم عمران خان خبرې ښې دي خو بايد عملي يې کړي.
نوموړي د اپریل پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د سختدريځو ډلو خلاف کاروايي کولو د سيمې امن لپاره ضروري دی.
افغان حکومت پر پاکستان د وسله والو طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي خو هغوی یې ردوي.