د پاکستان احتساب قامي ادارې نن د پنجاب صوبې پخوانی وزیر اعلا او په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر شهباز شریف او د هغه زوی حمزه شهباز په رسمي توګه په درغلۍ تورن کړل.
پر شهباز شریف تور پورې شوی چې د پنجاب صوبې د وزيراعلا په حېث يې د خپلې کورنۍ د یوې کارخانې د ګټې لپاره له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړې وه.
شهباز شریف او حمزه شهباز پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د دې هر څه تر شا يې سیاسي انګېزه بللې ده. دوی دواړه به اوس عدالت ته وړاندې کېږي.
شهباز شریف له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د پنجاب اعلا وزیر و. پر نوموړي په تېره فبرورۍ میاشت کې هم له خپلې دندې څخه د ناوړه ؛ټې اخيستنې تور پورې شوی و.