د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران ولسمشر د امريکا پر پرېکړه سخت غبرګون ښودلی


د ايران ولسمشر حسن روحاني
د ايران ولسمشر حسن روحاني

د ايران ولسمشر د امريکا هغه پرېکړه غندلې چې د ايران انقلاب ساتونکی ځواک يې بهرنی ترهګر سازمان نومولی دی.

حسن روحاني نن په يوه ټېليويژني وينا کې وويل چې د واشنګټن دا اقدام يوه تېروتنه ده او امريکا يې تورنه کړه چې د نړيوالې ترهګرۍ اصلي مشره ده. نوموړي امريکايي ولسمشر ډونلډ مخاطب کړ او زياته يې کړه چې تاسو څوک ياست چې انقلابي ادارې ترهګرې نوموئ؟

روحاني ادعا وکړه چې امريکا ترهګري ډلې د سيمې د هېوادونو پرضد د يوې الې په توګه کاروي. نوموړي دا څرګندونې له هغه يوه ورځ وروسته کړي چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران اسلامي انقلابي ساتندويانو ځواک بهرنی ترهګر سازمان ونوماوه.

دا لومړی ځل دی چې امریکا د کوم بل هېواد پوځ د ترهګرې ډلې په نوم یادوي. که څه هم امريکا له دې ځواک سره تړلې سازمانونه او کسان وار له مخه په تور ليسټ کې اچولي خو اوس يې په لومړي ځل دا ځواک ترهګر ونوماوه.

ټرمپ پرون په یو بیان کې وویل، هیواد به یې له دې وجې چې ایران د ترهګرو فعالیتونو ملاتړ کوي، د دغه هېواد خلاف اقتصادي فشارونه لا نور زیاتوي. تهران په ورته غبرګون کې څو ساعته وروسته وویل، د دوی لوړ پوړې امنیتي شورا، امریکا د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هیواد بللی او په سیمه کې موجود امریکايي ځواکونه یې د ترهګرو ډلو په نوم پېژندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، د ایران اسلامي انقلابي ساتندويانو ځواک خلاف به د دوی پرېکړه په يوه اوونۍ کې عملي شي. اخوا د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د دې اقدام د هرکلي په توګه د ولسمشر ټرمپ مننه کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام د امریکا او اسراییلو ترڅنګ د سیمې د هیوادونو ګټې هم په پام کې نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG