د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برېکزیټ وروستۍ نېټې لپاره بریتانوي پارلېمان بل منظور کړ


د برتانیا پارلېمان د یوه بل په منلو سره د وزیر اعظمې تېرېزا مې د هغې غوښتنې موده نوره هم وغځوله چې غواړي اروپايي ټولنه له دغه سازمانه د بریتانیا وتل د جون تر ۳۰ مې وځنډوي.

د برتانیا وزیراعظمې له اروپايي ټولنې غوښتنه کړې وه چې د «بریګزیټ» لپاره اوسنۍ وروستۍ نېټه چې د اپریل پر ۱۲مه ده وځنډوي.

تېریزا مې له بروکسل سره تر دې وړاندې په دې رضا شوې وه چې د بریتانیا د پارلېمان منظورۍ یا نامنظورۍ، په دواړو صورتونو کې به تر دغې نېټې بریتانیا پخپله له اروپايي ټولنې ووځي.

د بریتانیا ویشلي پارلېمان له وړاند درې واره له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پرېکړه رد کړې ده.

اروپايي ټولنه تېره میاشت په دې رضا شوې وه چې د بریګزیټ بهیر به د مارچ له ۲۹ مې د اپریل ۱۲مې ته پرېږدي.

XS
SM
MD
LG