د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انقلابي ګارډ ځواک، بهرنی ترهګر سازمان بللی.
دا لومړی ځل دی چې امریکا د کوم بل هېواد پوځ د ترهګرې ډلې په نوم یادوي.
ټرمپ د اپریل پر اتمه په یو بیان کې وویل، هېواد به یې پر ایران له ترهګرو فعالیتونو سره د ملاتړ له کبله اقتصادي فشارونه لا زیات کړي.
تهران بیا یو څو ګنټې پس په خپل غبرګون کې امریکا د ترهګرۍ پلوی هېواد بللی او په سیمه کې شته امریکايي ځواکونه یې د ترهګرو ډلو په نوم پېژندلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، په یوه اونۍ کې یې به د ایران انقلاب ساتونکي ځواک پروړاندې کړې پرېکړه عملي شي.
د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د دې اقدام د هرکلي په توګه له ولسمشر ټرمپه مننه کړې او ویلي یې دي چې دا د امریکا او اسراییلو ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ګټې هم په پام کې نیسي.