د لاسرسي ځای

تازه خبر

خرطوم کې د ولسمشر عمر البشير پروړاندې لاريونونه دوام لري


د یکشنبې په ورځ زرګونه کسانو د دوهمې ورځې لپاره د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ مرکز ته نږدې لاريون وکړ.

دوى له پوځه غوښتنه کوله چې د ولسمشر عمر البشير د استعفا لپاره د دوى ملاتړ وکړي.

اروپايي ټولنې ويلي، لوی شمېر وګړي په‌دغو ٢ ورځو کې دباندې راوتلي او د بدلون غوښتنه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو خدماتو ادارې په یکشنبه پر ټويټر کښلي، د سوډان خلکو په تېرو څو کلونو کې د بې ساریو خنډونو پر وړاندې د پام وړ نرمښت ښوولى دى.

د دې ادارې بيان کې ويل شوي چې د حکومت له‌خوا د کوټلي اقدام له لارې بايد د خلکو باور ترلاسه شي.

ولسمشر بشير چې له واکه له لیرېکېدو يې ډډه کړې وايي، مخالفان‌ يې بايد د انتخاباتو له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي.

په سوډان کې د ډسمبر له ١٩مې راهيسې د ولسمشر بشير او د هغه د واکمن ملي کانګرس پرضد دوامداره مظاهرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG