د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ترابلس برید مه کوئ: له روس پلوه کمانډره د امریکا غوښتنه


امریکا پر روس پلوه لیبیایي کمانډر غږ کړی دی چې د ترابلس پر خلاف عملیات ودروي. امریکایي چارواکو ویلي د لیبیا له پلازمېنې سره نزدې په روانه جګړه سخت اندېښمن دي او د دې د سمدستي ودرولو غوښتنه کوي.

د لیبیا روغتیا وزارت له مخې په اتوار/یکشنبه له پلازمېنې ترابلس سره نزدې په جګړه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.

جګړه په یکشنبه تر هغه وروسته ولګېدله چې د روس پلوه کمانډر خلیفه حفتر ځواکونو د ترابلس له هوایي ډګر سره نزدې بمبار وکړ. د لیبیا وزیراعظم فیاض سراج د اپرېل پر اوومه ویلي دي چې د روس پلوي کمانډر هافتار او د هغه د ملېشې پرضد یې عملیات شورو کړي دي. ملګري ملتونونه او نړیواله ټولنه وزیر اعظم سراج ملاتړ کوي. له حکومت مخالفه کمانډر حفتر سره روس، مصر او متحده عربي امارات مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG