د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، هند پرې د برید پلان جوړ کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي وايي داسې باوري معلومات لري چې ترمخه به یې هند د روانې میاشتې په درېیمه اوونۍ کې پر پاکستان برید کوي. نوموړی وايي په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خبر ورکړی دی.

قرېشي د اپریل پر اوومه، په ملتان کې وویل، ممکنه ده چې دغه برید د اپریل له ۱۶ مې تر ۲۰ مې وشي.

نوموړي په دې هکله نور تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي یې دي چې وزیراعظم عمران خان د دې معلوماتو په خپرولو سلا شوی دی.

شا محمود قرېشي هم دا راز وویل چې د دې ممکنه برید په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا پنځو دایمي غړیو ته هم اطلاع ورکړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دا وینا په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په فبرورۍ میاشت کې د تشدد له پېښو وروسته د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی ډیر زیات شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG