د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپوټونه وايي امریکا د ایران انقلاب ساتونکی ځواک ترهګر ګرځوي


د ایران پاسداران انقلاب
د ایران پاسداران انقلاب

امريکايي رسنۍ وايي ډېره زر ده چې امريکا به د ايران سختدريځه سپاه پاسداران انقلاب ځواک يو بهرنی ترهګر تنظيم وګرځوي.

دا به لومړي ځل وي چې واشنګټن به د بل هېواديوه پوځي څانګه ترهګر سازمان وګرځوي.

ورځپاڼه وال سټيرټ ژورنال او رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو په حواله پرون راپور ورکړ چې کېدای شي دغه ګام زر تر زرهتر ۸ م اپريل پورې پورته شي.

امريکې له وړاندې د ايران د انقلابي ځواک بهرانۍ څانګه قدس ځواک او يوشمېر کسان چې د دې ځواک پورې اړه لري ترهګر ګرځولي دي.

وال سټريټ ژونال ويلي دي چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار او بهرنېو چارو وزير د دې ګام مضبوط ملاتړي دي.

خو ناقدين او د دفاع وزارت ځینې چارواکي وايي کېدای شي دا کار د امريکا مخالفه هېوادونو ته لار پرانيزي چې دارنګ د امريکا پوځي او استخباراتي چارواکي هم له ورته اقداماتو سره مخ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG