د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو وايي له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پرېکړه لا نه ده شوې


نړیوال ځواکونه په افغانستان کې
نړیوال ځواکونه په افغانستان کې

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د اپرېل پر پنځمه مشال رېډيو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ناټو غړي په ګډه افغانستان ته راغلي او د وتلو پرېکړه به هم په ګډه کوي.

ده وویل ، “تراوسه لا هېڅ پرېکړه نه ده شوې. موږ په دې اړه ډېر واضح دریځ لرو چې ناټو په متحد ډول راغلې او بلاخره به د خپلې موجودګۍ په اړه ګډه پرېکړه کوو.”

وسله وال طالبان ټینګار کوي چې د سولې د موافقې لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

نیکولاس کې وویل، په څو وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د سولې لپاره زیات پرمختګ شوی دی .

XS
SM
MD
LG