د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په افغان سولې پروسه کې څه رول لوبولی دی؟


زلمی خليلزاد او شاه محمود قرېشي

پراګ - د پاکستان د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا خپل هغه هوډ تکرار کړی چې حکومت يې په افغانستان کې د سولې په اړه د بين الافغاني خبرو ملاتړ کوي. شاه محمود قرېشي دا خبره د اپرېل پر پنځمه په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د ليدو پر مهال وکړه.

زلمي خلیلزاد په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې امريکا تر بل هر وخت دا ځل په افغانستان کې سولې راوستو او په دې هېواد کې خپلې ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکي اېښودو کې جدي هلې ځلې پېل کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد له یوه پلاوي سره د اپرېل پر پنځمه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد او هلته يې له لوړ پوړو ولسي او امنيتي چارواکو سره وليدل چې د پوځ مشر قمر جاويد باجوه هم پکې شامل و.

زلمي خليلزاد دا ځل پاکستان ته له تګ مخکې ويلي و چې پاکستان دا ځل د سولې په پروسه کې همکاري کوي خو ايا دا همکاري به يې څه نتيجه ورکړي او که نه؟

په کابل پوهنتون کې ښوونکی او د سياسي چارو پوه ودير ساپی وايي چې پاکستان اوس هم د پخوا په خېر په افغان سوله کې په اخلاص ګامونه نه پورته کوي او يوازې خپلو ګټو ته ګوري. د نوموړي په وينا پاکستان په ډېر محتاطانه توګه په خپله ګټه عمل کوي او له وضعې سره سم چارې پرمخ وړي.

((کله چې د هند يا سيمې له لورې يا په نړيواله کچه وضع د پاکستان پر ضد خرابه شي نو بيا لږ نرمي وښيي او کله چې ووينې چې حالات سم دي نو له هيلو او بهانو کار اخلي.))

خليلزاد له دې وړاندې هم پاکستان ته د سولې په لړ کې سفرونه کړي او پردې سربېره يې د طابلانو له استازو سره د تېر اکتوبر مياشتې راهيسې پنځه ځله مخامخ خبرې کړې دي. ټاکل شوې چې نوموړی به د روانې اپرېل مياشتې په منځ کې يو ځل بيا په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړي.

په پاکستان کې مشر خبريال او د سياسي چارو پوه رحيم الله يوسفزی وايي چې پاکستان دا ځل د افغان سولې په پروسه کې خپل رول لوبولی دی.

د نوموړي په وينا پاکستان طالبانو ته ويلي چې پر امريکايانو سربېره له افغان حکومت سره هم خبرو ته کېني او د اوربند خبره يې هم ورته کړې ده.

((پاکستان خپلې هلې ځلې کوي خو پوښتنه دا ده چې پاکستان پر طالبانو څومره اثر لري. پاکستاني چارواکي وايي چې دوی پر طالبانو دومره اثر نه لري او دا د هغوی خوښه ده چې د پاکستان خبره مني او که نه.))

پر پاکستان تور پورې کېږي چې د طالبانو جنګي مشران هلته اوسېږي او له هغه ځايه يې مالي او عسکري مرسته کېږي خو پاکستان بيا دغه تورونه ردوي او وايي چې پر طالبانو نفوذ نه لري او نه هم هغوی د پاکستان په لاس کې دي.

XS
SM
MD
LG