د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد په اسلام اباد کې له لوړپوړو پاکستانیو چارواکو سره لیدلي


ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له شاه محمود قریشي سره.
۵ اپریل ۲۰۱۹.
ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له شاه محمود قریشي سره. ۵ اپریل ۲۰۱۹.

اسلام اباد/ پراګ - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د وزارت له سېکرټرې تهمینې جنجوعه سره لیدلي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې خلیلزاد، له یوه پلاوي سره، د اپرېل پر پېنځمه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد.

بیان وايي، نوموړي او جنجوعې له یو بل سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو پر تعلقاتو او د افغانستان پر سولې خبرې وکړې.

تر دې وروسته خلیلزاد د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قرېشي سره هم ولیدل.

د بهرنیو چارو له وزارته په خپور جلا بیان کې راغلي چې خلیلزاد په دغه لیدنه کې قریشي له طالبانو سره په خبرو کې له شوي پرمختګه خبر کړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم ویني.

خلیلزاد تر اسلام اباد مخکې په کابل کې وو او د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون یې له یوشمېر حکومتي چارواکیو او سیاستوالانو سره خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې نوموړی په قطر کې له طالب استازو سره هم وویني.

تر دې مخکې خلیلزاد پېنځه ځلې له طالبانو سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG