د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو ځواکونو په زابل کې دوه وسله وال وژلي


د زابل یو عکس
د زابل یو عکس

د افغانستان د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سيال وایي دا وسله وال د نړیوالو ځواکونو په یو هوايي برید کې وژل شوي دي.

دی وايي بريد نړيوالو ځواکونو تېره شپه د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د بورغانتو په سیمه کې د وسله والو پر يو کرولا موټر کړی چې په پايله کې يې دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

دی وايي چې په بريد کې په موټر کې انتقال کېدونکي چاوېدونکې توکې هم له منځه وړل شوي دي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG