د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د ۵ اپرېل په شپه شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند دوه پرلپسې چاودنو درې تنه وژلي او نولس تنه یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وايي چې په وژل شویو کې دوه ښځې او یو سړی شامل دی او زیاتوي چې په ټپیانو کې هم څلور تنه ښځې، دوه تنه ماشومان، پینځه تنه لویان او اته تنه امنیتي مسوولین شامل دي.
د ده په خبره په ټپیانو کې د دوه تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د ذکر وړ ده چې هم نن سهار شاوخوا اوه بجې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند د سرحدي ځواکونو په رینجر موټر د سرک د غاړې ماین چاودنه کړې چې دوه تنه سرتېري یې ټپیان کړي ول.
د یادو پېښو مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.