بریتانیا د اروپايي کونسل مشر ته ویلي چې له اروپايي ټولنې د دغه هېواد د وتلو عمل دې د جون تر ۲۳مې وځنډوي.
په دغه اړه د بریتانیا وزیراعظمې تېریزا مې د اروپايي کونسل مشر ډونلډ ټسک ته یو لیک استولی دی.
بریتانیا باید د اپریل پر ۱۲مه له اروپايي ټولنې ووځي، خو تر اوسه د بریتانیا پارلېمان دا خبره نه ده منظوره کړې.
په راپورونو کې راغلي چې د اروپايي کونسل مشر پر غړیو هېوادونو زور راوړي چې له ټولنې د وتلو لپاره بریتانیا ته د یو کال میعیاد ورکړي، خو که د بریتانیا پارلېمان زر رضا شو، نو دغه کار له میعیاده وړاندې هم کېدای شي.
له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د بریتانیا وزیراعظمه د پارلېماني غړیو له سخت مخالفت سره مخامخ ده.