د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان کرکټ ټیم نوي لوبډل مشران وټاکل شول


د افغانستان کرکټ ټیم لوبغاړی ګلبدین نایب کابل کې خبري کنفرانس کوي. د اپرېل ۵مه، ۲۰۱۹
د افغانستان کرکټ ټیم لوبغاړی ګلبدین نایب کابل کې خبري کنفرانس کوي. د اپرېل ۵مه، ۲۰۱۹

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د اپریل پر پنځمه د یوې خبري ناستې پر مهال د کرکټ لوبې د درې واړو جوړښتونو لپاره نوي لوبډل‌ مشران او مرستیال لوبډل‌ مشران معرفي کړل.

​د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب نوی کپتان او راشد خان د مرستیال کپتان په توګه وټاکل شول. همدا راز د شل اوورېزو لوبو (ټي ټوېنټي) لپاره کپتان راشد خان او شفیق الله شفق د مرستیال کپتان په توګه وګمارل شول.

د ټېسټ سیالیو لپاره رحمت شاه کپتان او حشمت الله شهیدي د مرستیال کپتان په توګه ټاکل شوي دي.

غوراوي کمېټې سربېره پر دې په‌ دغه خبري ناسته کې د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه چې له‌ منځه به یې د لوبغاړو د فزیکي جوړښت یا فټنس او ازمایښت وروسته د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG