د جنوبي وزیرستان په لدا سیمه کې د ماین په چاودنه کې یوه ښځه ژوبله شوې ده.
د سیمې یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د اپرېل پر څلورمه په کرم ګرړي کلي کې شوې ده.
ده وویل، د دې ښځې پښه ژوبله شوې او روغتون ته رسول شوې ده.
په جنوبي وزیرستان کې بیا بیا ماینونه چوي چې پکې تر اوسه لږ تر لږه ۹۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په دې چاودنو کې وخت په وخت، امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
د ماینونو پرضد ولسي مظاهرې هم شوې دي او دپښتون تحفظ مومنټ یو له غوښتنو څخه ده خو د پاکستان پوځ وايي چې له سیمې یې د ماینونو پاکولو بهیر ته دوام ورکړی.