د ناټو غړیو هېوادونو امریکا او ترکيې ترمنځ د شام د مسلې په اړه لفظي شخړه لا پسې زیاته شوې ده.
ترکيې د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر هغو څرګندونو کلکې نیوکې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو او د هغه د ترکي سیال مولوت چاویش اوغلو پر لیدو کتو یې کړې وې.
دې مشرانو د ناټو د ۷۰ مې کالیزې په اړه د جوړ شویو مراسمو په څنډه کې سره لیدلي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مایک پامپیو خپل ترکي سیال ته خبرداری ورکړی که یې په شام کې عملیات پیل کړل نو امکان شته چې له تباه کوونکو پایلو سره مخامخ شي.
د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر دا بیان رد کړی او ویلي یې دي چې په دې بیان کې د غونډې اصل موضوعات نه بلکې داسې څه را-اخیستل شوي دي چې له سره په غونډه کې پرې بحث نه وو شوی.
ترکي او امریکا په دې اړه د یو کاري ډلې پر جوړولو هم سلا نه شول چې د ترکي له خوا له روس څخه د توغنديو د نظام اخیستلو پر سر اختلافات ختم کړي.
امریکا او ناټو د دې مخالفت کوي.