د افغانستان د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې خلکو د يوې مظاهرې په ترڅ کې له طالبانو او داعشیانو غوښتې چې جګړه دې بس کړي.
په دوی کې اکثره خلک په چپه دره کې د طالبانو او داعشیانو د جګړو له وجې بې کوره شوي کسان وو.
د يار پاچا په نامه يوه مظاهره کوونکي د اپریل پر درېیمه مشال راډيو ته وويل حکومت دې خلک خوندي کړي.
د اپریل پر دویمه د کونړ مرستيال والي ډاکټر ګل محمد بېدار مشال راډيو ته ويلي وو چې دوی په دې ولايت کې د داعش او طالبانو د مخ پر زياتېدونکو فعاليتونو څخه خبر دي خو پښو ټينګولو ته به يې نه پرېږدي.