امریکا هغه ادعاوې رد کړي دي چې ګواکې د تهران د سیاسي روش بدلولو په مقصد پر دغه هېواد لګېدلو امریکايي بندیزونو له کبله په ایران کې د سختو سېلاوونو پر مهال مرستندویه کارونه اغیزمن شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اپریل پر دوهمه په موجوده بحران کې د بدنظمۍ تور د ایران پر انتظامیې ولګول.
نوموړي وویل چې دا سېلاوونه یو ځل بیا څرګندوي چې د ایران حکومت په ښاري منصوبه بندۍ او د بیړنیو حالاتو وړاندې په تیار وسېدو کې تر کومه حده بدنظمه دې.
پامپیو وویل، د ایران حکومت په نورو تور لګوي خو په اصل کې دا د قدرتي افتونو په لړکې د دوی خپله بدانتظامي څرګندوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او په ایران کې د سرې میاشتې ادارې مشر داسې اشارې ورکړي چې د امریکايي بندیزونو له کبله په هېواد کې د سېلاوونو پر مهال مرستندویه هلې ځلې متاثره شوي دي چې پکې لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي دي او په لسګونو نورو کسانو کډې کړي دي.