د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېسبوک د جعلي خبرونو اتیا فیصده مخه نیولې ده


رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پر اڼترنیټ د جعلي خبرونو خورېدو سره په جمهوري عمل او انتخاباتو اغېز پرېوځي او د فېسبوک او ټويټر غوندې د ټولنیزې مېډیا چلونکیو اوس د داسې رقم جعلي خبرونو او اکاونټونو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

رویټرز لیکي، چې د فرورۍ په میاشت کې په کشمیر د ترهه ګر برید نه وروستو پر فېسبوک یوه ویډیو خپره شوې چې پکې د هند کورنیو چارو وزیر د یوې ناپیژندل شوې ښځې سره د خبرو پر مهال ښودل شوی.

په دې ویډیو کې داسې څرګندېږي چې دغه وزیر د هند تر انتخاباتو وړاندې د هندو ملتپالۍ په نوم خلک تشدد ته لمسوي.

په ۲۴ ساعته کې د فېسبوک همکارۍ یوې بلې ادارې درک ولګولو چې دا یوه جعلي ویډیو وه او اوازونه يې د زړو ویډیوګانو نه اخیستل شوی وو.

تر کومه چې فېسبوک دا ویډیو لېرېکوله نو ۲.۵ میلیونه خلکو کتلې وه او یو لاک پنځوس زره کسانو شریکه کړې وه.

رویټرز لیکي، سره ددې چې په هند کې د سوشل میډیا کمپنۍ دا ادعاوي کوي چې د اپرېل پر ۱۱مه تر کېدونکیو انتخاباتو وړاندې د جعلي خبرونو مخه ونیسي، بیا هم دا یو ستونځمن کار دی.

په سوشل میډیا د ناسمو خبرونو د خپرولو جنګونو د برازیل او ملایشیا غوندې هېوادونه هم تر انتخاباتو وړاندې په خپلو پنجو کې نیولی وو. په انډونیشیا او اروپايي هېوادونو کې هم تر انتخاباتو وړاندې چارواکیو د جعلي خبرونو په اړه خپل خپل ولسونه خبردار کړي دي.

د ګل په ورځ رویټرز وویل چې په هند او پاکستان کې يې فېسبوک ۱۱۲۶ اکاونټونه لیرې کړي دي. ګوګل د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره د نورو ادارو په مرسته ۱۰،۰۰۰ خبریالانو ته روزنه ورکوي.

دغه شان وټس-اېپ هم د اخبارونو او راډیو له لارې خلک له ناسمو خبرونود خوندي ساتلو لپاره کمپاینونه پیل کړي دي.

د سوشل میډیا کمپنۍ وايي، دوی په یوه مخه ټول جعلي پوسټونه نه لیرې کوي ځکه چې دا به د بیان ازادي له خطر سره مخامخه کړي. خو فېسبوک ویلي دي چې د دوی د هلو ځلو په نتیجه کې د جعلي خبرونو خپرېدل اتیا فیصده کم شوي دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG