د لاسرسي ځای

تازه خبر

له دوو میاشتو پس د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار وکښل شو


ارمان لوڼی له خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره
ارمان لوڼی له خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر غړي محمد ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې مقدمه د اپرېل پر لومړۍ نېټه په لورالايي پوليس تاڼه کې درج شوه.

د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ نن مشال راډيو ته وويل چې د ارمان د ملګري او د پېښې عيني شاهد عبدالقيوم اوتمانخېل لخوا د وژنې دا مقدمه د لورالايي پولیسو یو ځايي مشر اې اېس پي عطاالرحمان پر ضد درج شوې ده.

د ارمان اېف ای ار درجولو لپاره مو دوې میاشتې مبارزه کړې: وړانګه لوڼۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د لورالايي د پولیسو په وینا چې په مقدمه کي د قتل او تشدد مقدمات شامل کړل شوي دي او اوس به د پروفیسر ارمان لوڼي د قتل په تور کې د پولیسو اې اېس پی عطاء الرحمان ترین ګرفتار کړي.

اېف ای ار خو پر راو انوار هم وشو، اوس به ګورو چې دوی وړاندې څه ګام اخلي خو زیاته یې کړه چې د قاتل تر سزا کولو پورې به قانوني لار اخلي.
وړانګه لوڼۍ

په اېف ای ار کې ليکل شوي چې د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر دوهمه اې اېس پي عطاالرحمان بیا بیا ارمان لوڼی پر سينه او نس د کلاشنکوف په کونداغ وواهه چې کله هغه بې هوشه شو نو روغتون ته د رسولو پر وخت ورته لار ونيوله او په ځنډ د رسېدو له وجې یې هم هلته ساه ورکړه. که څه هم پولیس چارواکیو د ارمان لوڼي د وژنېتور ردوي خو کله چې پښتون ژغورنې غورځنګد لوڼي د وژنې مقدمه تاڼې ته یووړه نو پولیس یې له درجولو انکار وکړ. د دې انکار پرخلاف پي ټي اېم په پاکستان کې دننه او بهر پراخ احتجاجونه وکړل او وروستۍ ولسي جلسه د مارچ پر ۳۱مه نېټه په پېښور کې وله چې په هغه کې د غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان وکړ چې د ارمان لوڼي لپاره به بله جلسه په لورلايي ښارګوټي کې کوي.

د بلوچستان حکومت په خپله تازه اعلامیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین دغه صوبې ته تر ۹۰ ورځو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د اېف ای ار نه کښلو پرضد د پاکستان سېنېټ بشري حقونو قایمه کمېټۍ هم د بلوچستان پر حکومت ږغ کړی وو چې د لورالايي پولیس دې د لوڼي د وژنې مقدمه درج کړي.

د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار
د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پي ټي اېم یوې مخکښې او د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ وویل دا دی دوې میاشتې پس یې د ورور تش اېف ای ار وکښل شو، مخ ته به ګوري چې انصاف هم کېږي که نه. د دې په خبره ځکه چې د دې اېف ای ار کښلو لپاره دوی ډېره لویه مبارزه کړې ده. دا وايي، اېف ای ار خو پر راو انوار هم وشو، اوس به ګورو چې دوی وړاندې څه ګام اخلي خو زیاته یې کړه چې د قاتل تر سزا کولو پورې به قانوني لار اخلي.

XS
SM
MD
LG