د افغانستان بانک د پاکستان "حبیب بانک" په خپل هېواد کې فعالیت بند کړی دی.
د دغه بانک ویاند ایمل هاشور نن ازادي راډیو ته وویل چې حبیب بانک د افغانستان د بانکي سیسټم اصول په پام کې نه نیوه او پهدغه هېواد کې یې پانګونه نه کوله.
په افغانیو باندې د معاملاتو نه مخته وړل هم د حبیب بانک د جواز د لغوه کېدو یو بل دلیل یاد شوی دی.
حبیب بانک پهدې اړه کومه تبصره نهده کړې.