د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ماین چاودنې دوه تنه ژوبل کړي


په شمالي وزیرستان کې یوې ځمکلاندې ماین چاودنې دوه تنه ژوبل کړي دي. چارواکي وایي پېښه په یکشنبه د میرعلي په حیدرخېل کشمیرخېل سیمه کی شوې ده.

په شمالي وزیرستان کی تېره اونۍ هم د ماین یوې چاودنې یو کس وژلی او بل یې ژوبل کړی و. تر دې مخکې په میرامشاه کی هم یوه ښځه په ورته پېښه کې زخمي شوې وه.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په تېر وخت کې د وسله والو او پوځ ترمنځ د جګړې پر مهال ماینونه ښخ کړل شوي دي چې پکې تر اوسه لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتو کې یوه د دغو ماینونو د پاکولو هم ده. د پاکستان پوځ وایي له سیمې یې د ماینونو د پاکولو کار پيل کړی دی.

هلته چارواکي وایي بېګا د میرعلي په ایسوړۍ کې نامالومه وسله والو یو پوځي سرتیری ظهور الاسلام د کور دننه په ډزو وژلی دی. نوموړی د ایسوړۍ اوسیدونکی و او په رخصتي کور ته تللی و. په شمالي وزیرستان کې د تېر کال راهسې هدفي وژنې روانې دي چې تراوسه پکې تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG