په اوکراین کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدانو لپاره د انتخاباتي کمپېن وخت د مارچ پر ۲۹مه پای ته رسېدلی وو.
د اوکراین د ولسمشر چوکۍ ته ۳۹ تنه امیدواران دي. خو د عمومي نظرپوښتنو تر مخه داسې ګڼل کېږي چې درې کاندیدان په حقیقي ډول دکامیابېدو چانس لري.
د اوکراین ولسمشر ، پترو پروشینکو چې خپله هم انتخاباتو ته ولاړ دی،د مارچ پر ۲۸مه یې د خپل کمپاین یوې غونډې ته وویل چې په انتخاباتو کې د ده دوو مخالفو امیدوارانو یولیا تیموشینکو او ولادیمیر زیلینسکي ته اوکراینی سرمایه دارایهور کولومویسکي پېسې ورکوي. کولومویسکي د اسرائيل او سویسټزرلېنډترمنځ، وخت په جلا وطنۍ کې تېروي.
پوروشېنکو دا دعا هم کوي چې کولو موېسکي چې یو “ ارپ پتي”دی په اوکراین کې تر پلټنو او حکومتي فشار تېر شوی دی او اوس له ریاست څخه د ۲۰۱۶ م کال کې د هغه د یو شخصي بېنک د سرکاري کولو انتقام اخلي.