وزیر اعظم عمران خان وايي د بلوچستان لپاره به په کوټه کې د کینسر یو هسپتال جوړوي. نوموړي نن د کوټې د یوه ورځني سفر پر مهال د زړه ناروغانو لپاره د یو هسپتال بنیاد هم کېښود.
عمران خان له کوټې څخه تر ژوبه د۳۰۵ کلومیټره اوږددوه اړخیزه سړک د پروژې پرانسته هم وکړه چې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندې به په درېوو کلونو کې مکملېږي.
عمران خان پر دې موقع خپله وینا کې وویل چې د پاکستان پر مختګ د بلوچستان له پرمختګ سره تړلی دی او دوی یې تر سره کولو ته ژمن دي.
نوموړی نن مازیګر په ګوادر کې د نیوي هوايي میدان جوړولو پرانسته هم کوي.
عمران خان دا هم وویل چې ډېر ژر به له کوټې څخه د ایران تر پولې تفتان پورې د اورګاډي پټلۍ وغځول شي. د نوموړي وینا وه چې ډېر ژر به د کوټې ښار پر ماسټر پلان کار پیل کړي او زیاته یې کړه چې د دغه ښار د پرمختګ لپاره لا زیات کار کولو ته اړتیا ده ځکه چې د ابادۍ زیاتوالي له امله نه یوازي د څشنګ اوبو ستونځه زیاته شوې ده بلکې له دې سره سره د تعلیم او روغیتیا په څانګو کې هم ستونځې پراخې شوې دي.
د یادولو ده چې د بلوچستان د ترقۍ او پرمختګ لپاره بیا بیا حکومتونه منصوبې اعلانوي خو په قدرتي شتمنیو مالامال دغه صوبه اوس هم په اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي ډګر کې د ټول پاکستان تر نورو زښته ډېر پر شا ده.