د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ پر ورستیو بریدونو بحث کوي


د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی عکس

د بلوچستان اسمبلۍ په صوبه کې د لا خراب شوي امنیتي حالت په اړه د مارچ پر ۲۸مه بحث کوي.

د اسمبلۍ غړي او د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې د دوي پر وړاندې کړي تحریک التوا به د اسمبلۍ غړي پر وروستیو بریدونو بحث وکړي.

ده وویل ، “ ما د عوامي نشنل ګوند د پارلماني مشر په حثیت په دې اړه تحریک التوا وړاندې کړ او هغه منظور شو. د مارچ پر اتمه به پر دې بحث کېږي. موږ په بلوچستان کې د قام په حثیت له ډېرو سختو حالاتو سره مخامخ یو. د دې حالاتو مخنیوی په ولس اتفاق کېدای شي او زموږ تر سیاست او ګوند بالاتر دې ته پام دی”.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ نواب ایاز جوګیزي وویل ، په بلوچستان کې بدامني ځکه دې حالت ته رسېدلې ده چې ریاست د ملک په نورو برخو کې تش په نامه عملیات کړي دي.

نوموړي وویل ، “ له سوات څخه تر ډېره اسماعیل خانه او بیا په قبایلي سیمو کې په ترسره شوو عملیاتو کې هیڅ حقیقت نه وو. د چا خلاف چې یې عملیات کول هغوي ته یې د عملیاتو تر پرېکړه وروسته هم شپږ میاشتې وخت ورکړ او بیا چې یې عملیات کول نو وسله هلته نه وو او یوازې یې عام خلک بې کوره کړل”.

د جمعیت علما اسلام مخکښ حافظ حمدالله مشال راډیو ته وویل چې زمه واره ریاستي ادارې به دا سپیناوی کوي چې ولې د ولس ژوند خوندي نه دی.

حافظ حمدالله وویل ، د ریاستي ادارو تر څنګ سیاسي ګوندونه هم د دې زمه وار دي چې ولې یې د داسې حالاتو په اړه یووالی نه دی ښودلی.

ده زیاته کړه چې “سیاسي مشران که په حکومت کې دي او که نه دي ، که په پارلمان کې دي او نه دي ، که د مذهبي ګوندونو دي او که د ملتپالو ، که پښتانه دي او که بلوڅ ، هغوي باید پر دې مسله سره کښېني چې په دې سیمه کې به امن څنګه راځي او د سیمې د ولس ژوند به څنګه خوندي کېږي”.

د بلوچستان په پښتنه سیمه کې په تېرو څو میاشتو کې په وسله والو بریدونو کې په لسګونه کسان وژل شوي او ټپي شوي دي چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ عام خلک هم پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG