ټاکل شوې چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل اسلام اباد ته ستون شي.
د پاکستاني وزیر اعظم عمران خان له هغو څرګندونو وروسته چې ویې ویل، د یوه لنډمهالي حکومت جوړېدل د افغانستان د ستونزې یوازنۍ حل لاره ده، افغان حکومت ښاغلی مشعل په سېشنبه د سلا مشورو لپاره کابل ته وروغوښت.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې څرګندونو په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له سپیناوي وروسته پرېکړه وشوه چې افغان سفیر خپلې دندې ته ستون شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي بېګا ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل او ویې ویل:
"پاکستانیان له خپل پخواني دریځه پر شا شول، نو ځکه په دې اړه له ډېرو بحثونو او سلامشورو وروسته موږ پرېکړه وکړه چې خپل سفیر اسلام اباد ته د ماموریت دوام ته واستوو."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د وزیر اعظم عمران خان خبرې ناسمې تعبیر شوي دي.