چارواکي وايي په شمالي وزيرستان کې دوه کسه په هدفي بريد کې وژل شوي او يو ژوبل دی.
ځايي چارواکیو بېګا ناوخته مشال رېډيو ته وويل چې دغه کسان په بويه محمدخېل سيمه کې پرون له ماسخوتن مونځ وروسته کور ته روان وو چې ناڅرګنده وسلوالو پرې ډزې وکړې.
د مشال راډيو خبريال وايي په شمالي وزیرستان کې د تېرکال له فرورۍ مياشتې راهيسې تر دې دمه څه باندې څلویښت هدفي بریدونه شوي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.