امریکا ټولو هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د سټېلایټ ضد وسلو د ازموینې سره په فضا کې ملبه پاتې کېږي او ګډوډي رامنځ ته کېدلای شي.
د امریکا دفاع وزیر پیټرک شناهن ویلي هېواد یې په فضا کې د هند له لوري د ترسره شوې وروستۍ ازموینې اغېز ته لا کتنه کوي.
نوموړي ویلي، ''د ده پیغام به دا وي چې موږ په فضا کې اوسو او پکار ده چې ګډوډي پکې جوړه نه کړو. فضا یو داسې ځای دی چې موږ کاروبار پکې کولای شو.''
خو د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي د ازموینې اغیز په ټیټ مدار کې وو او بل دا چې د توغندې ټوټې او ملبه به خپله په څو اونیو دننه ځمکې ته راپرېوځي.
د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي د مارچ پر ۲۷مه ویلي چې هېواد یې اوس یو فضايي قوت دی.
پاکستان هم د هند پر دغه تازه ازموینه نیوکې کړې او ویلي یې دي چې فضا دې له پوځيتوبه خوندي کړل شي.
مودي په داسې وخت کې چې په هند کې پارلماني انتخاباتو ته یوازې دوه اوونۍ وخت پاتې دی، دا خبرې وکړې چې له ټېلیویژنونو نېغې خپرېدې.
هغه وویل چې د ځمکې په مدار کې د درې سوه کلیومیټره په واټن کې یو سېټلایټ وویشل شوه چې درې دقیقې وخت یې ونیو او یو ستونزمن مشن و.
د سټلایټ د را غورځولو لپاره راکټ د هند په ختيځ ښار اوړیسا کې د ميزایلو د ازموینې له یوه مرکزه ویشتل شوی و.
مودي وویل چې هند اوس تر امریکا، روسیې او چین وروسته د نړۍ څلورم هېواد دی چې د سټلايټ ضد ميزایل یې جوړ کړی او په بریالیتوب یې ازمویلی دی.